سراج الدین حقاني: طالب امنیتي مسولين دې ظلم نه کوي او خلک دې همکاري وکړي

د طالبانو کورنیو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په پيغام کې خپلو امنيتي مسولانو ته ويلي، چې پر خلکو «ظلم» ونه کړي او له داسې کار ډډه وکړي چې د خلکو د ځور سبب کېږي. سراج الدين حقاني د دې ډلې له حکومت سره د خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې. نوموړي د فلسطين له خلکو سره خواخوږي ښودلې.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهار شنبې په ورځ د سراج الدين حقاني پيغام په خپل ږغ کې خپور کړ.

حقاني په خپل پيغام کې له خلکو غوښتي، چې له دوی سره همکاري وکړي او د نيمې پيړۍ د ستونزو پر حل دې تلوار نه کوي.

هغه د ستونزو په حل کې له خلکو د «صبر» غوښتنه وکړه.

«موږ په دې پوهيږو، چې د نژدې نيمې پيړۍ ستونزي په اسانه او عاجله توګه د ژوند د هغسې ژوند او امکاناتو تمه نه شو کولای، چې هیله یې لرو، خو موږ ټول يې په حل کې هڅې کوو.»

حقاني په خپل پيغام کې ولايتي طالب امنيتي مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې له « کيبر، خودخواهۍ، ځان ښودنې او ظلم» ډډه وکړی.

هغه وويل، چې د افغانانو په يووالي سره پرمختګ او ثبات راتلای شي.

د طالبانو کورنيو چارو وزير د کوچني اختر په مناسبت په همدې پيغام کې پر فلسطين د «اسراييلو ظلمونه» غندلي او زياتوي: « يهوديانو زموږ پر وړونو او خوندو وحشت پيل کړی».

حقاني وايي، د دې «ظلم» په اړه ټوله نړۍ چوپ ده او هيڅوک د فلسطين د خلګو دفاع نه کوي.