د افغانستان کرېکټ بورډ: د قوش تېپې شل اوریزې سیالۍ د کندهار پر ځای په کابل کې ترسره کېږي

کابو دوه اونۍ وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی و، چې د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ به په کندهار کې ترسره شي؛ خو اوس دغه سیالۍ د کندهار پر ځای په کابل کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړو، د ظرفیت لوړونې او د کورني کرېکټ څانګې مشر د دوشنبې په ماښام د یوې خبرې ناستې پر مهال اعلان وکړ، چې د قوش تېپې ملي شل اوریزه جام سیالۍ به د کندهار پر ځای په کابل کې تر سره شي.
د کرېکټ بورډ مسولینو ویلي چې، د قوش تېپې ملي شل اوریزه جام سیالۍ د یو لړ تخنیکي او لوجیستیکي خنډونو له امله له کندهار ولایت څخه کابل ته انتقال شوې.
همدارنګه د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، یادې سیالۍ له اعلان شوې نیټې څخه به په پنځلس ورځې ځنډ ترسره کېږي.
د قوش تېپې شل اوریز جام به د نوي مهال وېش له مخې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نېټې به دوام وکړي.
د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان کرېکت بورډ اعلان وکړ، چې د قوش تېپې شل اوریز ملي جام سیالۍ به د اپرېل میاشتې په ۱۶مه په کندهار ولایت کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
کرېکټ بورډ د همدغو سیالیو لپاره د زونونو په کچه پنځه لوبډلې او د لوبډلو نوملړ هم اعلان کړی و.
خو ښکاري داسې چې د دغو سیالیو د ځای بدلون تر ډېره د امنیتی حالاتو سره هم تړلی دی، له هغه مهاله چې په کندهار د بې پیلوټه الوتکو الوتنې ډېرې شوې ورسره هم مهاله په کندهار کې طالبانو یو لړ امنیتي ګامونه هم واخیستل او داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګواکې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله له کندهار ښاره د پنحوايي ولسوالۍ ته لېږدېدلی دی.