د ایران د کورنیو چارو وزارت: د ځینو ویب سایټونو له خوا د افغانستان ضد هڅې د منلو نه دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

د ایران کورنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې لیکلي، چې د ځينو ویب سایټونو له خوا د افغانستان ضد هڅې د منلو نه دي.

د ایران کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د افغانان اتباعو د منلو امکان نه شته.

د ایران کورنیو چارو وزارت دغه شپږ ماده يیزه اعلاميه د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) د هغه څه په غبرګون کې خپره کړه، چې رسنیو په دغه هېواد کې د کډوالو په اړه خپاره کړي.

دغه وزارت د هغو پاڼو (سايټونو) نومونه نه دي په ډاګه کړي، چې د افغانستان ضد  خپرونې کوي.

په دې اعلاميه کې د کډوالو موضوع په افغانستان باندي د بهرنیو هېوادونو د «تيري» او د جګړې له امله د يوه ناورين د رامنځته کېدو له امله یوه جدي بشري مساله بلل شوې ده.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «افغان کډوال باید خپلې خاورې ته ستانه شي او افغانستان اباد کړي.»

د ایران خبری اژانس ایرنا د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزارت له قوله یوه نسخه خپره کړې او لیکلي یې دي، چې د استوګنې له اسنادو پرته کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه شی.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بيا رسېدو سره سم، ډېری وګړي د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شول.

د ایران کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ په ایران کې شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

په همدې مهال په دې هېواد کې د کډوال ستونزې ورځ تر بلې زياتيږي او ایران هره ورځ لسګونه کډوال د استوګنې له اسنادو پرته بنديان او يا له هېواده باسي.

نور خبرونه

رادیو