د ترکیې پولیسو په اغرې او بالیکسیر ښارونو کې ۴۰ افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو له خوا د بالیکسیر په ښار کې د ۳۳ افغان مهاجرو د نیولو خبر ورکړ.

په یوه بله پېښه کې اووه افغان کډوال هم په اغره ښار کې نیول شوي دي.

د ترکيې د رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پوليسو د باليکسير ښار د اردمت په کلي کې په عملياتو کې تر ٣٠ زيات افغان کډوال پېژندلي او نيولي دي.

د اخلاص خبري اژانس د راپور له مخې؛ نیول شوي پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او یو تن ترکیې ته د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو د لیږد د تنظیم په تور نیول شوی دی.

په دوو نورو پېښو کې د دغه هېواد پوليسو اووه تنه افغان کډوال چې په اغره ښار کې په يوه موټر او په يوه بس کې پټ شوي وو، پېژندلي او نيولي دي.

رسنیو ویلي، چې په دغو پېښو کې د دوو ایراني چلوونکو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي.

د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه ميله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي.

ترکیې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې له اجازې پرته نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.

د دغه هېواد چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې هېڅ کډوال ته به اجازه ورنه کړي، چې د اوسېدو له اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند وکړي.

نور خبرونه

رادیو