طالبانو په لوګر کې له یو شمېر راستنو شویو طالب کډوالو سره نغدي مرسته کړې ده

AP ۱۴۰۳ وری ۲۰

د طالبانو د ریاست الوزرا د حکم له مخې؛ په لوګر ولایت کې له تازه راستنو شویو کډوالو سره ۶،۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې؛ خو د سیمې اوسېدونکي وايي، چې مرسته یوازې د راستنو شویو طالب کډوالو سره شوې.

د دغه حکم له مخې؛ د دغو مرستو د وېش لړۍ د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) له پاکستان او ایران څخه د ۵۶۲ راستنو شویو کورنیو لپاره پیل شوې ده.

په لوګر ولایت کې د طالبانو مرستیال والي محمد انور دین پرور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په هرې کورنۍ له لسو څخه تر یوولس زره افغانیو ورکول کیږي.
خو د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې لوګر ته له ایران او پاکستان څخه ګڼ شمېر کډوال راستانه شوي؛ خو طالبانو یوازې له هغو خلکو سره مرسته کړې، کوم چې د طالبانو په لیکو کې غړیتوب ولري.

په ټولنیزو رسنیو کې د دغو مرستو پر وېش نیوکې شوي او د لوګر یو قومي مشر حاجي ملا جان احمدزی په یوه غږیز پیغام کې وايي، چې مرستې د عامو کډوالو لپاره نه وې.

نوموړي زیاته کړې: "عام کډوال لکه چې خېټه نه لري، انسانان نه دي او یا د افغانستان نه دي، ټولې پېسې یوازې د طالبانو کورنیو ته ورکړل شوي او د طالبانو مشران دې باید خبر واوسي".

د احمدزي په وینا؛ دوی به یاده موضوع له نورو طالب چارواکو سره هم شریکه کړي.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم د مرستو د وېش پر بهیر د اوچا سربېره ګڼو نړۍوالو بنسټونو نیوکې کړې وې.

تېره ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو وزارت ویلي وو، چې د طالبانو په لیکو کې معلول شويو طالبانو ته به موټرونه اخلي.

نور خبرونه

رادیو