له چین سره د پخواني نظام د کورونو جوړولو هوکړه لیک؛ خو طالبان دغه کورونه خپلو غړو ته ورکوي

په داسې حال کې چې چین د پخواني نظام سره د یوې هوکړې له مخې په کابل کې کورونه جوړوي، اوس طالبان غواړي دغه ۱۴۰۰ کورونه د خپلو غړو په نومونو جوړ کړي.

د طالبانو د ښار جوړونې وزارت اعلان وکړ، چې په دارالامان سیمه کې به د ۷۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د چین په مرسته ۱۴۰۰ کورونه جوړ کړي.

دغه وزارت یاده طرحه د نیله باغ د پروژې په نوم یاده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا کورونه به د طالبانو د ادارې کارکوونکو ته جوړ شي.
د طالبانو د ښارجوړونې معین روح الله احمدي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د دغې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې د انجنیرۍ او مدیریت لګښت به یې طالبان ورکړي.
د طالب چارواکو په خبره؛ ټاکل شوې چې دا پروژه په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
د دارلامان ماڼۍ ته څېرمه د دولتي کارکوونکو لپاره د ۱۴۰۰ کورونو د جوړولو پلان د افغانستان د تېر حکومت پر مهال جوړ شوی و او هوکړه لیک یې هم د حکومت او چینايي (اېم سي سي) شرکت ترمنځ په ۱۳۹۹ کال کې لاسلیک شوی و؛ خو د جوړېدو چارې یې پیل شوې نه وې.
د یادې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د ریاست الوزرا مرستیالانو عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي هم برخه اخیستې وه.
دوی په افغانستان کې د طالبانو له اقتصادي پلانونو سره د چین د مالي ملاتړ ستاینه وکړه او دا همکاري د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لامل ګڼي.
ښاغلي حنفي وویل، چې د واخان دهلیز د طرحې په بشپړېدو سره به چین له افغانستان سره په مستقیم ډول وصل شي.
طالبانو تل د واخان له لارې د چین تر پولې پورې د سړک د جوړولو خبره کړې ده؛ خو چینايي چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې دوی د دغه سړک د جوړولو هوډ لري او که نه.
چین امنیتي اندېښنې لري او په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د اویغور یاغیانو د حضور ډېر راپورونه خپارل شوي دي، هغه څه چې د چین اندیښنې یې راپورته کړې.