د طالبانو د کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۱۶ تنه افغان بندیان خوشې شول

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۱۶ افغان بندیان خوشې شول.
د دغه وزارت په وینا، دغه ۱۶ بندیان د پېښور له زندانونو خوشې شوي چې د (وري په ۱۶مه نېټه) هېواد ته ستانه کړای شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، دغه خوشې شوي کسان د اسنادو نه لرلو په جرم له یوې میاشتې نیولې تر دوه نیمو کالو بند وروسته خوشې شوي دي.
د دغه امریت په وینا، دغه بندیان تر خوشې کېدو وروسته له تورخم لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
‏تر دې دوه ورځې وړاندې په کراچۍ کې د طالبانو چار سمبالي قونسل عبدالجبار تخاري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي و، چې ۵۴ افغان بندیان د پاکستان په سند صوبه کې د دوی د هڅو په پایله کې له بنده خوشې شوي دي.
ښاغلي تخاري لیکلي و، چې په خوشې شویو بندیانو کې ۱۱ تنه یې ماشومان وو.
عبدالجبار تخاري دا هم ویلي و، چې تر دې وړاندې ۴۱۱۱ نور افغانان هم د سند صوبې له زندانونو خوشې شوي وو.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.
هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.

نور خبرونه

رادیو