اېن ار سي: راستانه شوي ماشومان پاکستان کې ښوونځي ته تلل، خو اوس له یو لړ خنډونو سره مخ دي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۸

د ناروې د کډوالو شورا وایي، له پاکستانه ډېری راستانه شوي ماشومان اوس له ښوونځي پاتې دي او په افغانستان کې زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې له پام وړ خنډونو سره مخامخ شوي دي.

دغې شورا د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، له پاکستانه د څه باندې ۵۴۰ زره افغانانو تر جبري ستنېدو وروسته په زرګونه ماشومان تعلیمي مرستو ته اړ شوي دي.
دغې شورا زیاته کړې، په ناڅاپي توګه د بېرته ستنېدو لړۍ له امله دغه ماشومان نه شي کولی چې خپل تعلیمي اسناد له ځان سره واخلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې خپلو زده‌کړو ته د دوام لپاره دوی د ښوونځي پخوانیو اسنادو او تذکرو ته اړتیا لري؛ خو د اوږدې بې ځایه کېدو یا په پاکستان کې د زېږون له امله دوی دغه اسناد له ځانه سره نه لري.
د ناروې د کډوالو شورا په کندز ولایت کې له ۳۱۳ کورنیو سره چې په دې وروستیو کې له پاکستانه راستنې شوې، مرکې کړې دي.
د راپور له مخې، له دغو مرکه کېدونکو دوه پر درېیمې برخې چې ټولټال (۲۳۷ کورنۍ کېږي) ویلي چې د دوی ماشومان ښوونځي ته نه ځي.
‏د دغې شورا موندنې ښيي، چې ډېری راستنېدونکي ماشومان په پاکستان کې ښوونځي ته تلل؛ خو اوس له تعلیمي ناڅرګندتیا سره مخامخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو