طالبان: د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده، په دې اړه پرېکړه باید د دواړو هېوادونو په هوکړه وشي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۷

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په هوکړې سره وشي.

هغه زیاته کړې، چې د یوې ګډې تګلارې تر رامنځته کولو پورې دې افغان کډوال نه ځورول کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې پاکستان کې د کډوالو په ستونزو، د مساپرو په تګ راتګ کې پر اسانتیاوو او د هغو افغان کډوالو د ویزې او نورو اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وشوې چې د حج فریضې د ادا کولو لپاره یې نوملیکنه کړې ده.
نوموړي په دغې لیدنه کې د افغان حاجیانو د راتګ او بېرته تللو په اړه د پاکستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال د پاکستان سفارت مرستیال شارژدافیر جنید وزیري افغان حاجیانو ته د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتووالی وښود.
نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو د اېستلو لپاره تراوسه وروستی ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی، یوازې د هغوی په اړه د معلوماتو راټولولو پرېکړه شوې ده.
د هغه په وینا، دغه موضوعات به له اسلام اباد سره شریک کړي او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات ترسره شي.
دوه ورځې وړاندې د ډان ورځپاڼې په خپور شوي راپور کې راغلي و، د سند حکومت پرېکړه کړې چې له ۶۷زره څخه د زیاتو راجستر شویو افغان کډوالو یا د (اې سي سي) لرونکو کارټونو کسان به له کوچني اختر وروسته خپل هېواد ته ستانه کړي.
ورته مهال د بښنې نړۍوال سازمان هم له کوچني اختر وروسته په ناقانونه توګه له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړې ده.
په بښنې نړۍوال سازمان کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو مسوول جېمز جینیون ویلي:« د افغان کډوالو په برخه کې د پاکستاني چارواکو بې غوري د ځورونې، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورین چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د شړلو له امله ورسره مخامخېږي، زړه ماتوونکې ده.»
تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د کډوالو چارو ریاست په راپور کې راغلي و، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه ۹۲زره او ۲۸۶ کورنۍ چې ټولټال ۵۳۵۵۶۲ کسان کېږي په جبري توګه ستنې کړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو