د پاکستان لومړی وزیر په خپل لومړني بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ځي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر سبا سعودي عربستان ته په دوه ورځني رسمي سفر ځي. دا له دویم ځل لومړي وزیر کېدو را راهیسې بهر ته د شهباز شریف لومړنی سفر دی. له ښاغلي شریف سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو، دفاع، مالیې، اطلاعاتو او اقتصاد وزیران هم ملګري دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې د روژې په ورستیو ورځو کې دغه سفر سره به شهباز شریف عمره هم وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دواړه لوري بر پر خپلمنځي اړیکو پر پیاوړتیا سربېره د سیمې او نړۍ پر پرمختیاوو هم خبرې وکړي.

سعودي عربستان یو هغه هېواد دی چې پاکستان ته یې تېر کې ډېر پور او په ارځانه بیه تېل ور کول، خو له څو کلونو راهیسې چې پاکستان له سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی، د ریاض دغه دریځ کې بدلون راغلی.