طالبان: ۵۴ افغان بندیان د پاکستان په سند صوبه کې زموږ د هڅو په پایله کې له بنده خوشې شول

AP ۱۴۰۳ وری ۱۶

په کراچۍ کې د طالبانو چار سمبالي قونسل عبدالجبار تخاري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان پرون چهارشنبه د (وري ۱۵مه) له زندانونو خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ښاغلي تخاري لیکلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې ۱۱ تنه یې ماشومان وو.

هغه په دې تړاو څه نه دي ویلي، چې دغه کسان په کومو جرمونو نیول شوي او د څه مودې لپاره په زندانونو کې ساتل شوي وو.
عبدالجبار تخاري دا هم ویلي، چې تر دې وړاندې ۴۱۱۱ نور افغانان هم د سند صوبې له زندانونو خوشې شوي وو.
تر دې وړاندې هغه مهال چې د پاکستان حکومت د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه، ورسره هم‌مهاله ګڼ افغانان تر نیولو وروسته زندانونو ته واستول شول، چې ښځې او ماشومان هم په کې وو.
که څه هم چې طالبان ادعا کوي، چې ټول خوشې شوي بندیان د دوی د هڅو په پایله کې له زندانونو خوشې شوي؛ خو په کراچۍ کې د بشري حقونو فعالان چې یو شمېر یې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي وایي، چې تر ډېره د دغو بندیانو په خوشې کولو کې د هغوی لاس وو.

نور خبرونه

رادیو