سرچینې: د خېبرپښتونخوا کورمه کې د یوه وسله وال برید له امله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرچینې وايي، د خېبرپښتونخوا کورمې په پیواړ سیمه کې نامعلومو وسله والو په یوه ډله خلکو ډزې کړې چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې وژل شوي کسان څوک دي.

د خیبرپښتونخوا کورمې پیواړ نومي سیمه کې نن سهار پنجشنبه د (وري ۱۶مه) د نامعلومو وسله والو په ډزو کې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، ځینې سرچینې وژل کسان پولیس یادوي.
په سیمه کې د پولیسو یوه افسر حمزه بنګښ یوه ځايي خبریال لال وزیر ته ويلي چې په پېښه کې وژل شوي کسان پولیس وو او هغه مهال یې د پولیس جامې په ځان نه وې.
تر اوسه پورې لا نورو کره سرچینو دا خبره نه ده تاييد کړې خو په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله والې ډلې پولیس، حکومتي کسان او فعالان په نښه کوي.

د دغه یرید مسووليت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په خیبرپښتونخوا کې ځايي خبریالان وايي، له تېر یوه کال راهیسې یو ځل بیا د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې، ماین چاودنې، ځانمرګي او وسله وال بریدونه ډیر شوي او په سیمه کې ناکرارۍ زیاتې شوې دي.
ويل کیږي دا مهال په قبایلي سیمو شمالي او سوېلي وزیرستان کې وسله وال کسان په څرګنده توګه ګرځي او په دغو خلکو د خپلې خوښې فرمانونه مني.