د هواپوهنې اداره د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې د ورښت او سېلاب اټکل کوي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/147a3d9c13867849c70f42c2dcd1eb04ea2a644b-800x600.jpg?rect=0,75,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو په واک کې د افغانستان د هواپوهنې اداره تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د دغه هېواد په اتلسو ولایتونو کې د سخت ورښت او سېلابونو د جاري کېدو اټکل کوي.
د دې ادارې د نننۍ خبرتیا له مخې؛ کابل، هلمند، هرات، ننګرهار، کندهار، کندوز، غزني، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، غور، نورستان، بلخ، پروان، بامیان، بدخشان، نیمروز او فراه کې به ورښت وشي.
په خبرپاڼه کې د سالنګ لویې لارې یادونه هم شوې چې سخت ورښت به پکې وشي.
دا لار په تېرو ورځو کې هم د واورې او توپان له امله بنده شوې وه.
له تېرې اونۍ راهیسې د افغانستان په مختلفو برخو کې باران روان دی، چې له امله یې پر کرنیزو ځمکو سربېره، کورونه هم زیانمن شوي دي.