هواپوهنې اداره:د هېواد په ځینو ولایتونو کې د شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کېږي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/8fb521b087dd3116879c34417a9cf4a58edb95d6-739x415.jpg?rect=1,0,738,415&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې اداره وایي، سر له نن چهارشنبې څخه د روانې اونۍ تر پایه یې د افغانستان په ځینو مرکزي او شمالي ولایتونو کې د شړکنده بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.
دغه اداره وایي، چې د روانې اونۍ په پاتې ورځو کې په غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، میدان وردک، تخار، بلخ پنجشیر، لغمان، کونړ، سمنګان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د شړکنده بارانونو وړاندوینه شوې چې ورسره په سېندونو کې د اوبو د کچې په لوړېدو سره د سېلابونو د راوتو اټکل هم کېږي.
دغې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د سېلابونو د جاري کېدو پر مهال دې له خپلو کورونو څخه ووځي.
په وروستیو کې د افغانستان په ننګرهار، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه او زرګونه هکتاره کرنیزه مځکه ویجاړه شوې وه.