ذبیح الله مجاهد: ځیني هېوادونه په لوی لاس د داعش لپاره تبلیغات او کمپاین کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو پر اېکس پاڼه د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد غږیز پیغام خپور کړی چې پکې ویلي یې دي، داعش ډله په افغانستان کې دومره ځواکمنه نه ده چې ګواکې د دوی ډلې ته دې ستونزې پېښې کړي.
مجاهد په دغه پیغام کې ویلي:« د ځینو هېوادونو لهخوا د داعش ډلې په اړه تبلیغات د داعش لپاره د کمپاین او لویوالي د ښودنې یوه هڅه ده، چې موږ یې په کلکه ردوو او دغه څرګندونې هیڅ ډول حقیقت نه لري.»
هغه زیاته کړې، چې داعش ډلې په افغانستان کې څه نا څه خوځښتونه لرل؛ خو په وینا یې دوی په بېلابېلو عملیاتو کې دغه ډله داسې ځپلې چې بیا د سر راپورته کولو ځواک په ځان کې نه ویني.
د طالبانو له دغو څرګندونو سره، سره یو شمېر افغانان وايي، چې لا هم د داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده او وخت نا وخت پر ولسي خلکو او طالب ځواکونو مرګوني بریدونه کوي.
دغه خلک د کندهار د وروستۍ پېښې یادونه کوي، چې له امله یې د طالبانو تر څنګ ګڼ هغه ولسي خلک هم ووژل شول چې نوي کابل بانک ته د خپلو پیسو د اخیستلو لپاره ورغلي وو.
له بل پلوه د سیمې او نړۍ ځیني هېوادونه هم له افغانستانه د داعش د ګواښونو په اړه اندېښنه لري او په وار، وار یې دغه اندېښنې په نړۍوالو ناستو او دغې ډلې سره شریکې کړې هم دي.