‏لغمان کې د رمضان جام والیبال سیالۍ؛ عقاب اريانا لوبډلې د دغو سياليو اتلولي وګټله

په لغمان ولايت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د سولې ارمان راډيو په مالي ملاتړ په مهترلام ښار کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ‏رمضان جام واليبال سيالۍ د عقاب اريانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د عقاب اريانا او میرحسن بيلې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دغې پایلوبه کې عقاب اريانا لوبډله وتوانېده، چې خپلې سيالې لوبډلې ته ۳-. په توپير ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.
دغو سياليو ‏شاوخوا دوه اوونۍ دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پای کې د لومړي او دويم مقام ګټونکو د هڅونې لپاره لوبډلو ته کپونه، سپورټي جامې، ستاينليکونه او مډالونه هم ورکړل شول.