د ای‌پي‌اېل غوره لیګ سیالۍ؛ راشدخان د محمد شامي ریکارډ مات کړ

راشد خان په ای پي اېل کې د تر ټولو ډېرو وېکټو اخیستو کې د محمد شامي ریکارډ مات کړ. راشدخان د حیدراباد خلاف لوبه کې دغه هدف پوره کړ او د ګجرات لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتو وېکټو اخیستونکی لوبغاړی شو.

تر دې مهاله راشدخان ګجرات لوبډلې لپاره ټولټال ۴۹ ویکټې اخیستې دي.
د ګجرات مرستیال لوبډلمشر راشد خان د یکشنبې په ورځ د حیدراباد پر وړاندې د لوبې په لړ کې د هند غوره لیګ په تاریخ کې د ګجرات لپاره د ترټولو زیاتو ویکټو اخیستونکي لوبغاړي محمد شامي څخه مخکښ شو.
راشد د ګجرات لوبډلې لپاره خپله ۴۹مه وېکټه د هېنریچ کلاسین په سوځولو ترلاسه کړه.
راشدخان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷کال کې د حیدراباد لوبډلې سره د ای پي اېل سفر پیل کړ او نوموړی لومړنی افغان لوبغاړی و، چې دغو سیالیو لپاره وپېرل شو.