افغان کډوال؛ د ترکیې پولیسو د ۵۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د ترکیې د غازي انتپ ښار پولیسو په یوې لارۍ او د سون توکو له یوه مخزن څخه د ۵۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ.
پولیسو ویلي، چې دوه کډوال د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي او د اوو نورو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پولیسو په خبره؛ موټر چلوونکی او دوه نور کسان د پېښې په تړاو نیول شوي دي.
ترکيې په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۹۰ افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نيولي او ويل کېږي، چې ټول به يې و اېستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د اماسیا ښار پولیسو تېره ورځ هم په یوه موټر کې چې خوراکي توکي یې لېږدول، ۴۰ تنه افغان کډوال پېژندلي او نیولي دي.
په ترکیه کې په دې وروستیو میاشتو کې د ناقانونه کډوالو بیا په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو لړۍ د پام وړ زیاته شوې ده.
دغه هېواد د "غیرقانوني" پناه غوښتونکو د پېژندلو بهیر د ګړندۍ کولو په موخه پوستې او ګرځنده ګزمې زیاتې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو