ایراني چارواکي: د غیر قانوني کډوالو نیول او اېستل به تر بشپړ پاکېدو پورې دوام وکړي

AP ۱۴۰۳ وری ۱۲

د ایران د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي مشر وایي، چې د "ناقانونه" کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د پلان په پلې کېدو سره به دغه کډوال په بشپړه توګه و اېستل شي.

حمزه سلیماني ویلي؛ تېر کال د دغه پلان په پلې کېدو سره ډېر شمېر افغانان له دې هېواده شړل شوي دي.

اېسنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په کرمانشاه ولایت کې له قانوني اسنادو پرته د کډوالو د پېژندلو، نیولو او شړلو د لومړي پلان د عملي کیدو خبر ورکړ.

دغې رسنۍ د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو د ادارې د مشر حمزه سلیماني له قوله لیکلي، چې د دغې پروسې د هر پړاو عملي کېدل به له درېو ورځو تر دوو اونیو وخت ونیسي.

یاد ایراني چارواکي دغه راز ویلي، چې د سراب نیلوفر او کوزران په سیمو کې په کرنیزو ځمکو کې د افغانانو د ګومارنې اجازه نشته .

حمزه سلیماني ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې په دغو سیمو کې افغانان ګوماري.

هغه وويل: "په داسې حال کې چې وزګاري په دې ولایت کې له لسیزو راهیسې یوه ننګونه وه، مونږ اجازه نه ورکوو چې کار ځایونه له بهرنیو کاریګرانو کار واخلي او زمونږ ځوانان وزګاره وي."

د کرمانشاه د کډوالو او بهرنیو وګړو د چارو عمومي رییس د استوګنې له اسنادو پرته د بهرنیو وګړو راتګ یو "ټولنیز او امنیتي کړکیچ" وباله او ویې ویل: موږ باید اجازه ورنکړو چې د دغه ولایت لپاره د حکومت پالیسي د یو شمېر غیر مسوولو کارګرانو له خوا له پامه وغورځول شي. "

په همدې حال کې؛ افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي او د پاکستان په څېر دغه هیواد په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو