په ننګرهار ولایت کې د رمضان جام غېږ نیونې سیالۍ پیل شوې
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري د پهلوانۍ فدراسیون په همکارۍ، د دغه ولایت په کچه د ۴۰ کلپونو د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ د رمضان جام د غېږ نیونې شپنۍ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ په درې عمري کټګوریو کې د کوچنیانو، ځوانانو او لویانو ترمنځ پیل شوې دي.
تمه کېږي، چې دغه سیالۍ به تر راتلونکو دوو ورځو دوام وکړي.