د افغانستان کرېکټ بورډ د قوش تېپې ملي شل اوره جام سیالیو لپاره پنځه لوبډلې اعلان کړې
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د قوش تېپې شل اوریز جام کې پنځه ټيمونه مس عینک، بند امیر، بوست، امو او سپین غر ټيمونه اعلان کړل، چې هر یو به اته اته لوبې وکړي. د قوش تېپې ملي شل اوریه جام سیالۍ به د راتلونکې اپریل له ۱۶مې تر ۲۷مې د کندهار کرېکټ په لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د کورني کرېکټ مشر نظیم جار عبدالرحیمزي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې سیالیو کې د ملي ټيم، د کورني کرېکټ قراردادي، ۱۹ کلن او اېچ، بي، سي لوبغاړي لوبیږي.
نوموړی زیاتوي، چې هر یوه ټيم کې شل لوبغاړي دي او د ملي ټيم لوبغاړي په ټولو ټيمونو کې په مساویانه توګه وېشل شوې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون د لومړي ځل لپاره د قوش تېپې په نوم شل اوره سیالۍ خپل کلني پلان ته زیاتې کړې.
دغه سیالۍ د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د چمتووالي او ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده، چې د کورني کرکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.