د افغانستان د فوټسال لوبډلې پرون د کوربه هېواد ټایلنډ لوبډلې ته لوبه وبایلله

د ټایلنډ په کوربه‌توب د څلورو هېوادونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ په لړ کې پرونۍ لوبه له شور او ځوږه ډکه وه، دواړو لوبډلو هڅه کوله چې دغه سیالي خپله کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک ‌پاڼه لیکلي، چې لومړی ټایلنډ دوه ګولونه ووهل؛ خو ورپسې افغانستان هم دغه لوبه تر یو وخته مساوی وساتله او د لوبې د پای په شیبو کې ټایلنډ وتوانید، چې د درېیم ګول په وهلو سره دغه سیالي وګټي.
په دغو سیالیو کې د ټایلنډ، اسټرالیا، مالیزیا او افغانستان لوبډلو برخه لرله.
د دغې لوبې په بایللو سره بیا هم افغانستان په دغو لوبو کې د جدول په سر، سر کې ځای لري.
تر دې وړاندې افغان لوبډله توانیدلې وه، چې اسټرالیا ته ماته ورکړي او د مالیزیا سره یې لوبه مساوی پای ته رسولې وه.