پاکستان له هېوادونو غوښتي، چې د فلسطین مسلې د حل لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي
پاکستان د اسراییل پر ملاتړو غږ کړی چې له دغه هېواده دې وغواړي چې د فلسطیني خلکو عام وژنه ودروي، د دغې سیمې کلابندي پای ته ورسوي او د غزې ټولو برخو ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي.
دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې په خپلې اونیزې خبري غونډه کې وکړې.
اغلې بلوڅ ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له تصویب سره سره چې په فلسطین کې د اوربند غوښتنه کوي، د غزې په خلکو د اسراییل بریدونه په دوامداره توګه دوام لري او د فلسطین خلک د لوږې او نسل وژنې سره مخ دي.
هغې زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه باید د فلسطین د مسلې د عادلانه او بنسټیز حل لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي او په دغه هېواد کې د یوه خپلواک او باثباته دولت رامنځته کولو په برخه کې هڅې وکړي.