په کندهار کې د جاپان په مالي ملاتړ ۳۰ قابلې له زدکړو فارغې شوې

AP ۱۴۰۳ وری ۹

د افغانستان د نجونو او ښځو پروړاندې د طالبانو له بندیزونو سره سره په کندهار ولایت کې د ۳۰ قابله ګانو فراغت غونډه جوړه شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، دا قابلې د جاپان په مالي مرسته د یوه تخصصي روزنیز بهیر له بشپړولو وروسته فارغې شوې دي.

دغې ادارې نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا پرروګرام د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښځو او نجونو د زدکړو د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
دې ادارې د دغه تخصصي پروګرام د مودې او د هغو ولایتونو چې دا پروګرام پکې د پلې کېدو په حال کې دی، څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه بیا په سویلي او لوېدیځو ولایتونو کې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د ښځینه ډاکټرانو له سخت کمښت سره مخ دي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو پروړاندې د منځنیو او لوړو زدکړو دروازې بندې شوې، خو په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې د نرسنګ او قابلګۍ برخو کې د نجونو روزنه زیاته شوې او د جذب بهیر یې پراخ شوی دی.
اخوا روغتیايي کارپوهان په دې باور دي، چې قابلې او نرسانې د ښځینه ډاکترانو د کمښت تشه ډکولی نشي.
طالبانو په افغانستان کې پر نورو روزنیزو چارو له بندیزونو سربېره په طب پوهنځي کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
دغې ډلې تېر کال د یوه فرمان پر بنسټ د افغانستان په طبي شورا یا اېګزیټ ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه هم ورنکړه.
د طالبانو له دغو بندیزونو سره د ښځینه ډاکټرانو کمښت د نړیوالو سازمانونو اندېښنې راپارولې دي او افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په ډله کې راغلی دی.
د یادولو ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر بیا په دې وروستیو کې ویلي، چې په افغانستان کې د روغتیا له برخې سره د مرستې لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

نور خبرونه

رادیو