د پاکستاني پولیسو چارواکی: حکومت لا تراوسه د افغان کډوالو د اېستلو وروستۍ پرېکړه نه ده کړې

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د خیبر پښتونخوا یو لوړ پوړي پولیس چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د اېستلو د نوي بهیر د نېټې په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده کړې.
هغه وویل، چې د کډوالو د ثبتولو او د هغوی د ځایونو د مالومولو بهیر پیل شوی دی.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي، دمګړۍ حکومت سپارښتنه کړې چې د ناقانونه کډوالو تر څنګ، «د قانوني کډوالو په اړه مالومات دې هم راغونډ شي او د هغوی ځای ځایګی دې مالوم کړل شي.»
تر دې وړاندې دوو نورو پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو، چې د کډوالو د اېستلو لړۍ به د کوچني اختر وروسته پیل شي.
د پاکستان حکومت په تېرو څو میاشتو کې شاوخوا نیم مېلیون افغان کډوال له دغه هېواده اېستي دي.

سره له دې چې پاکستان د کډوالو د اېستلو دغه لړۍ د امنیتي مسلو سره تړلې بولي؛ خو کارپوهان وایي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ ترینګلې اړیکې په دې کار کې بې اغیزې نه دي.

نور خبرونه

رادیو