د فوټسال نړۍوالې څلور اړخیزې سیالۍ؛ افغانستان نن د ټایلنډ پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړۍوالو څلور اړخیزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې نن د کوربه ټایلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د مازیګر په پنځو بجو پیلېږي.

افغانستان تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې د اسټرالیا پر وړاندې د ۵-۴ په توپیر یوه بریا او د مالیزیا سره ۳-۳ مساوي لوبې کړې دي.

‏دغه څلور اړخیزې نړۍوالې سیالۍ د ټایلنډ په کوربه‌توب د افغانستان، اسټرالیا او مالیزیا هېوادونو ترمنځ د وري په ۵مه نېټه پيل شوې وې.
‏له دغو سیالیو وروسته به د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د میانمار په کوربه‌توب د دغه هېواد د فوټسال ملي لوبډلې سره دوه دوستانه سیالۍ هم ولري.