طالبان: له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان له خپلو کورنيو سره يو ځای شول

AP ۱۴۰۳ وری ۸

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له ایران ۵۳ اېستل شوي ماشومان یې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

دغه وزارت په خپله خبرپانه کې ويلي، چې دغه ماشومان یې په هرات، فاریاب، غزني، کندز او کاپيسا ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت نن په خپل اېکس کې ليکلي، چې له دې ۵۳ ماشومانو ۲۷ د هرات، ۲۱ د فاریاب، ۳ د غزني، یو د کندز او یو هم د کاپيسا اوسېدنکی و.

خبرپاڼه زياتوي، چې له ایران دغه ایستل شوي ماشومان د وارچایلډ ادارې په همکارۍ د هرات او نيمروز د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو څخه اړوند ولایتونو ته لېږدول شوي او خپلو کورنيو ته رسېدلي دي.

د طالبانو دغه وزارت خبر ورکړی، چې د ماشومانو په برخه کې مرستندویه ادارو له دې ماشومانو سره د خوراکي، غيري خورکي او پيسو مرسته هم کړې ده.
په هېواد کې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت او د وزګارتیا د کچې لوړیدل د دې لامل شوی چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

نور خبرونه

رادیو