ذبیح الله مجاهد: د حکمتیار په اړه په رسنیو کې خپاره شوي افواهات ناسم وو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/009cf24af6ad93ca46fb8feb279521ee73585cec-680x456.jpg?rect=0,37,680,383&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې ګلبدین حکمتيار يو "جهادي شخصيت" دی او په رسنيو کې د هغه په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي.
مجاهد زياتوي، چې د هغه د اوسېدو پخوانۍ ځای (متنازع فيه) و؛ خو د پرېکړې له مخې هغه باید یو مناسب ځای واوسيږي.
د ځينو راپورونو له مخې؛ طالبانو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپل استوګنځي او دفتر څخه په دې دلیل وایسته، چې د کور او دفتر ځمکه یې دولتي ملکیت و.
طالبانو هغه د دولتي ځمکو په غصب تورن کړ؛ خو د حکمتیار استدلال دا و، چې د تېر حکومت د هوکړې له مخې په دغو ملکیتونو کې پاتې شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د (وري ۷مه) د حکميتار دې موضوع ته په اشارې پر خپل اېکس پاڼه ليکلي: « دا چې د هغه د اوسېدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پرېکړه وشوه، چې هغه یو مناسب خای واوسيږي.»
مجاهد ليکلي، چې د حکمتيار په وړاندي نور هېڅ اقدام نه دی شوی او د هغه حثیثت پر خپل ځای دی.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار له دولتي کور څخه د ګلبدین حکمتیار د ویستلو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت پر خپلسرۍ نیوکه کړې او له دولتي کوره د خپل پلار ویستل "بې احترامي او نامناسب عمل" بللی.
هغه ویلي: "د طالبانو په حکومت کې نږدې هرڅوک ځان ته امیرالمؤمنین دی."
د حکمتیار زوی د دوشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکي، چې طالبان ځان د حزب اسلامي له مشر سره د پخواني حکومت د هوکړې پابند نه بولي او له طالبانو سره له میاشتو خبرو وروسته یې خپل د اوسېدو ځای بدل کړی دی.