سید علي خامنه يي: افغانستان د پارسي یو اصلي مرکز دی او باید هلته دا ژبه اوج ته ورسېږي

د ایران د حکومت مذهبي مشر وايي، افغانستان «د پارسي ژبې یو تر ټولو اصلي مرکز دی او باید انشاالله پارسي ژبه هلته اوج ته ورسېږي.» سید علي خامنه يي له شاعرانو سره په ناسته کې «د پارسي ژبو ملتونو د یووالي موضوع» د دې هېوادونو د شاعرانو لپاره د شاعرۍ تر ټولو مهمه موضوع وبلله.

ښاغلي خامنه يي د شاعرانو د شعر د منځپانګې په ستایلو سره هغوی ته په وینا کې وویل: «د پارسي ژبو ملتونو د یووالی موضوع چې ستاسو په نظر کې ده، د دې هېوادونو په نننیو مسلو کې تر ټولو مهمه مسله ده.»

د تسنیم خبري اژانس د سې شنبې ورځې راپور له مخې، نوموړي دا خبره د نوي لمریز کال په شپږمه له پارسي ژبو شاعرانو او فرهنګیانو سره د شیعیانو د دویم امام حسن بن علي د زوکړې په مناسبت غونډه کې وکړه.

د افغانستان له شاعرانو نجیب بارور، محمد کاظم کاظمي او سیید حکیم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

نجیب بارور چې یو وخت له ایران د اېستلو سره مخ و، په دې غونډه کې یې ښاغلي خامنه يي «د پارسي ژبو ملتونو رهبر» وباله.