د بلوڅانو یوې وسله‌والې ډلې ویلي، چې د پاکستان د هوايي سمندري ځواکونو پر اډه یې برید کړی

د بلوڅ بېلتون پالې ډلې چې ځانته ازادي پلوه پوځ هم وايي، ادعا کړې چې د دوی جنګیالي د بلوچستان په تربت کې له یو بریالي برید څخه وروسته د پاکستان هوايي سمندري ځواکونو مرکز ته ور دننه شوي دي.

پاکستاني سرچېنو هم منلې، چې په دغه برید کې څلور تنه بریدګر وژل شوي؛ خو ویلي یې دي چې د بلوڅ وسله‌والو په دغه برید کې د دوی ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دغې ډلې ویاند ژاناند بلوڅ په یوې خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې او یوه کاپی یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ویلي، د دوی د مجید لوا سرتېري بریالي شوي چې د هوايي اډې شاوخوا دېوالونه مات کړي او هوايي اډې ته ورننوځي.
دوی دا رنګه ویلي، چې اډې ته د دوی د ځواکونو له ننوتو درې ساعته وروسته هم جګړه روانه وه؛ خو د پاکستان پوځ ادعا لري چې ټول بریدګر یې وژلي دي.
له دې سره هم‌مهاله په بلوچستان کې سیمه‌ییزو رسنیو هم په تربت ښار کې د چاودنو او جکړې په اړه خبرونه خپاره کړي دي.
د بلوڅانو ازادي غوښتونکی پوځ چې په بلوچستان ایالت کې یوه وسله‌واله ډله ده، د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.
دغې ډلې په تېرو میاشتو کې هم د بلوچستان په تربت، ګوادر، مچ او نورو سیمو کې د پاکستاني پوځ په ډېرو مهمو مرکزونو بریدونه کړي وو.
تېره اوونۍ دغې ډلې ویلي و، چې د ګوادر په بندر کې یې د پاکستان ۲۵ پوځیان وژلي وو؛ خو پاکستاني پوځ دغه شمېرې نا سمې بللې وې.