ممتاز زهرا بلوچ: د پاکستان یو سوداګریز پلاوی سبا ته کابل ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا ممتاز بلوچ وایي؛ ټاکل شوې چې د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت معین له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه سبا دوشنبه ته کابل ته لاړ شي.

زهرا ممتاز بلوچ د یکشنبې په ورځ (د وري په ۵مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې محمد خرم اغا به له طالبانو سره د سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د دغه سفر د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو لیکلي یې دي: "پاکستان لا هم له افغانستان سره د سوداګرۍ او د خلکو تر منځ اړیکو ته ژمن دی."
له دې سره؛ ډان ورځپاڼې بیا لیکلي دي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی به د طالبانو له سیاسي، اقتصادي، سرحدي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.
محمد خرم اغا په داسې حال کې افغانستان ته ځي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په خاوره د پاکستان له بریدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.
دا په داسي حال کې ده، چې د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پروړاندې د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګرو د پاکستان د لارو پر ځای د ایران په ګډون د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.