د ترکیې پولیسو په ادرنه او بالیکسیر ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وری ۵

ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو په بالیکسیر ښار کې ۳۸ افغان کډوال او په ادرنه ښار کې ۲۱ افغان او پاکستاني کډوال نیولي دي.

دغو رسنيو د وري په ٥مه خبر ورکړ، چې دغو پناه غوښتونکو په ترکيه کې د پاتې کېدو اجازه نه درلوده.

د راپورونو له مخې؛ د دغو کډوالو یوه ډله، چې د افغانستان او پاکستان اتباع هم په کې شامل دي، د «لالا پاشا» په سیمه کې په یوه پوسته کې نیول شوي او یو شمېر افغان کډوال له ترکیې څخه د دوی د «غیر قانوني وتلو» په ترڅ کې په یوې لارۍ کې نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه بندیان د کډوالۍ توقیف ځایونو ته سپارل شوي دي.

په دې عملیاتو کې یو تن د انسان د قاچاق په تور نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیسو په بالیکسیر ښار کې په خپلو عملیاتو کې یوه بې جوازه وسله، د وسلو یوه زېرمه، اته مرمۍ، ۳۸ زره لیرې او یو سل ډالره ترلاسه کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې د پناه غوښتونکو د توقیف او له سرحده د مخنیوي لړۍ ګړندۍ کړې ده.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د پېژندلو لپاره پوستې او ګرځنده ګزمې جوړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو