واحد نژند نن د خپل سیال یاکوب بهنېک پر وړاندې قفس ته ځي

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی واحد نژند د چېک هېواد د لوبغاړي یاکوب بهنېک پر وړاندې لوبېږي. دغه لوبه نن د جرمني په اشتوتګارت ښار کې ترسره کېږي.

دغه لوبه په اوکتاګون سازمان کې په ۷۴ کیلو ګرامه وزن کې په درېیو پاڼیو کې ترسره کېږي.
دغه لوبه د کابل په وخت د مازدیګر په ۴:۳۰ بجو پیلېږي.
تر دې دمه واحد الله نژند له ۹ لوبو څخه ۷ او یاکوب‌ بهنېک بیا له ۱۳ لوبو څخه ۹ ګټلې دي.
واحد نژند په خپلې وروستۍ لوبه کې د پولنډ د لوبغاړي توماس لنګوفسکي پر وړاندې بریالی شوی و.