شهباز شریف یو ځلې بیا په پاکستان کې د ترهګرۍ په لمنځه وړلو ټینګار وکړ
د ډېره اسماعیل خان په ځانمرګي برید کې د پاکستان د دوه پوځیانو تر وژل کېدو وروسته، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف په پاکستان کې د ترهګرۍ د جرړلو پر اېستلو ټینګار وکړ. د پاکستاني پوځیانو پر کاروان د ځانمرګي برید په پایله کې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي وو.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د جمعې په ورځ د وري په درېیمه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان د خیبر پښتونخوا د ټانک او ډېره اسماعیل خان پر لویه لاره ځانمرګی برید وشو.
شهباز شریف دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد پوځ د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په کار کې ژمن دی.
هغه زیاته کړې:« د ترهګرۍ پر ضد جګړه به تر هغې روانه وي، چې له دغه هېواده د ترهګرۍ جرړلې په بشپړه توګه له منځه نه وي تللې.»
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان دولت «به هغه مهال د ترهګرۍ له بلا خلاص شي، چې په ټول هېواد کې هغوی له منځه نه وي تللي.»
په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونو زور اخیستی.