په ننګرهار کې یوې ښځې ځان وژنه کړې او بل کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي
له یوې اونۍ نه کمې موده کې په ننګرهار کې دویمې ښځې ځان وژنه کړې ده. په همدې ولایت کې په یوه بله پيښه کې، یو کس د خپلې کورنې درې غړي وژلي دي.
د ځان وژنې د پیښې په اړه په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پیښه په اچین ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او دغې ښځې د عصبي ستونزو له امله ځان کوهي ته غورځولی دی.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ښځو د ځان وژنې پیښو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د عصبي ستونزو له امله ځان وژلی دی.
د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند د دغې میرمنې د پلار له قوله ویلي، چې دغې ښځې د اتلسو کلونو راهیسې عصبي ناروغي لروده او شپې ناوخته له کوره وتلې او کوهي ته یې ځان غورځولی دی.
نوموړي ویلي، چې دغې ښځې جسد د هغوی له کور څخه ۴۰ متره لرې په یو کوهي کې موندل شوی دی.
طالبانو د دغې ښځې له پلار څخه د کلي د مشرانو په شتون کې اقرار اخیستی، لور یې د عصبي ستونزو له امله مړه شوې او دا چې په هیچا دعوه نه لري.
د چهارشنبې په ورځ د طالبانو ولايتي امنيتي مسولين ویلي و، چې د کندهار په ارغستان او د ننګرهار په کوز کونړ ولسواليو کې دوو ښځو ځان وژنه کړې ده.
طالب چارواکو ویلي و، چې ننګرهار کې د ځان وژونکې ښځې بدلنۍ هم د هغې د غچ اخیستو په بدل کې د خوسر او لېور له لوري وژل شوې ده.
په کندهار کې طالب چارواکو بیا ویلي و، چې د سه شنبې په ورځ د ارغستان په سوپانزو کې یوې پېغلې د دماغي ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.
ننګرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي
طالب ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، چې د جلال اباد ښار په اتمې حوزه کې یو کس له روژه ماتې وروسته خپله مېرمن، نږور او زوی په ډزو وژلي دي.
د نوموړي په وینا، پر قتل تورن کس د پيښې له ځایه تښتیدلی و، خو طالبانو نیولی او د څیړنو لپاره یې حوزې ته وړی دی.