جان اڅکزی: که پر پاکستان بل برید وشو، زموږ ځواکونه چمتو دي چې پر افغانستان برید وکړي
د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي خبرداری ورکړی، د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د بریدونو دوام «موږ اړ باسي، چې خپل ځواکونه د افغانستان خاورې ته ور دننه کړو. »
هغه دا ګوت څنډنه هم وکړه، چې پاکستان به «مرکزي اسیا سره د نښلېدو لپاره د واخان پر دهلیز خپله ولکه ټینګه کړي.»
تر دې وړاندې هم پاکستاني چارواکو د افغانستان په خاوره کې پر ټيټيپي وسلهوالو د بریدونو په اړه ورته څرګندونې کړې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پوځ ته نږدې یو پاکستانی سیاستوال، داسې ګواښونه کوي.
جان اڅکزي د چهارشنبې په ورځ د وري په لومړۍ نېټه د خپلې اېکس پاڼې په یادښت کې ګوت څنډنه وکړه، چې که چېرې بل ترهګریز برید کېږي؛ نو «پاکستان به په سملاسي توګه د افغانستان خاورې ته وردننه کېږي او د واخان بندر په ولکه کولو سره به ځان له مرکزي اسیا سره وصل کړي.»
جان اڅکزی د انوارالحق کاکړ د لنډمهاله ادارې پر مهال د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر و، چې تل یې د افغانستان او د دغه هېواد او پاکستان تر منځ پر ترینګلیو اړیکو ناندرهییز دریځ خپل کړی و.
هغه د پاکستان د حکومت او پوځ سخت ملاتړی دی او له هغو ګوندونو سره هم مخالفت کوي، چې په پاکستان کې یې وروستۍ ټاکنې له درغلیو ډکې بللې وې.