ملګري ملتونه وایي، چې په تېره لسیزه کې یې په افغانستان کې '۲۳ مېلیونه' نیالګي کېنولي دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/5c0400015ae6008f5a2b15cfdb207b8b89d3b287-769x607.jpg?rect=0,88,769,433&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د خپلو ملاتړو ادارو سره یې په افغانستان کې په تېرو لسو کالو کې ۲۳ مېلیونه نیالګي نال کړي دي.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، دغه نیالګي د دې تر څنګ چې خاوره خوندي ساتي د زرګونو کورنیو سره دا مرسته هم کوي چې ښه او روغتیایي خواړه وخوري او د مېوو له خرڅلاوه یې ګته هم تر لاسه کړي.
تر دې وړاندې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ هم ویلي و، چې سږ کال به د دوه مېلیونو په شاوخوا کې نوي نیالګي نال کړي.
په افغانستان کې هر کال په پسرلي کې هم حکومتي چارواکي او هم ولسي خلک د نویو نیالګیو د نالولو لپاره هڅې کوي؛ خو بیا یې د پالنې او روزنې په کار کې د نه پاملرنې له امله دغه نیالګي وچېږي او له منځه ځي.