نن د افغانستان او هند د فوټبال لوبډلې د سیالۍ ډګر ته وځي
دغه سیالي د کابل پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو د سعودي عربستان په داماک لوبغالي کې ترسره کېږي. دغه سیالي چې کوربهتوب یې د افغانستان په غاړه دی، د ۲۰۲۶ کال د نړۍوال جام او په ۲۰۲۷ کال کې اسیایي جام ته د غوراوي په موخه ترسره کېږي.
د دغو سیالیو دویمه لوبه د هند په کوربهتوب د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶مه نېټه د هند په ګواهتي ښار کې ترسره کېدونکې ده.
تر دې دمه افغان لوبډله له هند سره په ۱۰ سیالیو کې مخامخ شوې، چې پنځه یې هند، یوه یې افغانستان او څلور نورې یې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.
افغانستان د نړۍوال جام غوراوي سیالیو خپلې دوه لوبې قطر او کویټ ته بایللې دي او په دې سیالیو کې وروستۍ لوبډله د هند ده، چې په خپل او د سیالې لوبډلې په کوربهتوب په دوه لوبو کې مخامخېږي.