ممتاز زهرا بلوڅ: د مارچ په ۱۸مه افغانستان کې د حافظ ګل بهادر ډلې پټنځایونه په نښه شوي وو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، چې پاکستان د مارچ په ۱۸مه په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي وو. اغلې بلوڅ ویلي، د افغانستان په خاوره کې یې موخه د حافظ ګل بهادر ډله وه چې په نښه شوه.
هغې دا رنګه ادعا وکړه، دغې ډلې په پاکستان کې د ډېرو هغو ترهګریزو بریدونو مسوولیت په غاړه لاره چې په کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
هغې زیاته کړې، چې د دغو بریدونو موخه د ولسي وګړو او عامه ځایونو په نښه کول نه وو.
نوموړې دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د خپلې اوونيزې خبري غونډې پرمهال کړې دي.
زهرا بلوڅ په خپلو خبرو کې ویلي، چې پاکستان د افغانستان حاکميت ته بشپړ درناوی لري او غواړي چې په راتلونکې کې له ډیپلوماټیکو او خبرو اترو له لارې د ترهګرو د لمنځه وړلو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.
د دوشنبې په سهار پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیکا او خوست ولایتونو په یو شمېر سیمو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسه وژل شوي وو.
طالبانو هم د پاکستان دغه بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری ګڼلی و.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویلي و، چې د پاکستان د دغه برید ځواب يې ورکړی او د پاکستان پوځي مرکزونه يې په نښه کړي دي.
ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی و.