عمران خان:په افغانستان کې چې هره ډله واکمنه وي، اسلام اباد باید له کابل سره ښې اړیکې وپالي

عمران خان خبریالانو ته ویلي، هغه له پاکستاني چارواکو غواړي چې له طالبانو سره په خپله راشه درشه کې بیا کتنه وکړي. عمران خان چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د امریکا او طالبانو تر منځ شل کلنه جګړه د ده د حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

ښاغلي خان ویلي، طالبانو د ده د حکومتولۍ پر مهال ورسره ژمنه کړې وه چې د ټي‌ټي‌پي سره د پاکستان د ستونزې د هوارولو په کار کې به مرسته کوي.
د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان پر خوست او پکتیکا ولایتونو د پاکستان له هوايی بریدونو دوه ورځې وروسته مخې ته راغلي، که څه هم چې اسلام اباد ویلي په دغو بریدونو کې یې د ټي‌ټي‌پي کسان په نښه کړي؛ خو طالبانو بیا ویلي و، چې د دغو بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګدون اته تنه ولسي وګړي وژل شوي وو.
عمران خان که د واک پر ګدۍ و او یا هم له واکه د لرې کېدو په حالت کې، په یو ډول نه یو ډول یې له طالبانو ملاتړ کړی.

هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال هم د ځینو سیاسي ګوندونو له‌خوا پر دې تورن شوی و، چې ګواکې د ترهګرو ډلو سره خواخوږي لري او د هغوی پلوی کوي. د دوی په وینا، عمران خان غواړي له دغې لارې د خپلې واکمنۍ لمنه پراخه کړي.