اسلام اباد د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر سیاسي ګوندونو تازه بندیزونه غندلي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیاسي ګوندونو د نوي ډیلي لهخوا لګول شوي تازه بندیزونه وغندل او دا یې په دغې لانجمنه سیمه کې د "مخالفینو د ځپلو" اقدام وباله.
د هند د کورنیو چارو وزارت تېره اونۍ د یاسین ملک په مشرۍ د جمو او کشمیر لېبرېشن فرنټ ټولنه یوه "نا قانونه" اعلان کړه او د جمو او کشمیر پر پیپلز فریډم لیګ یې د پنځو کلونو لپاره "د جلا کېدو هڅولو" لپاره بندیز ولګاوه.
نوي ډیلي هم د جمو او کشمیر پیپلز لیګ څلور ډلې په سیمه کې په جګړو کې د ښکېلتیا له امله "ناقانونه ټولنې" اعلان کړې.
دا اقدام په هند کې د پارلماني ټاکنو د نیټې تر اعلان څو ساعته مخکې شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هند د کورنیو چارو وزارت لهخوا د تازه خبرتیا له صادرولو وروسته په دغه سیمه کې ټولټال ۱۴ سیاسي ډلې ناقانونه ګرځول شوې دي.
د دغه وزارت په یوه بیان کې ویل شوي:« د دغو ګوندونو بندي کسان له ځورونې سره مخامخ دي. دغه ډول ظالمانه تاکتیکونه نه شي کولای د کشمیر د خلکو هیلې د دوی د خپلواکۍ د حق د ترلاسه کولو لپاره تر فشار لاندې راولي.»
اسلام اباد ویلي، چې د حکومت "مخالفینو د ځپلو" لپاره د هند روان کمپاین د نړۍوال بشري حقونو او بشردوستانه قانون او همدارنګه د ډیموکراتیکو معیارونو سره په ټکر کې دی.
دغه وزارت وایي:« د هند له حکومته غواړو، چې پر کشمیري ګوندونو بندیزونه لرې کړي؛ د ښاغلي یاسین ملک په ګډون ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او د جمو او کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه پلې کړي.»