افراسیاب خټک: د ډیورنډ کرښې دواړه خواوې د ترهګرۍ په مرکز بدلول، د نړۍوالې لوبې یوه برخه ده
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک وایي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو افغانانو خاوره یو ځل بیا د ترهګرۍ په مرکز بدلول د پردیو د ګټو لپاره د خلکو د ارمانونو او ګټو پر ضد یوه ناوړه نړۍواله لوبه ده.
هغه په اېکس پاڼه د وروستیو بریدونو په غبرګون لیکلي، د دغې لوبې یوه برخه د ډیورنډ فرضي کرښه ده چې د تاوتریخوالي وروستۍ لړۍ په کې پیل شوې ده.
هغه وایي، نړۍوال لوی قدرتونه او د دوی سیمهییز همکاران هم په دغې لوبه کې ښکېل دي.
ښاغلي خټک کاږلي:« پاکستانیان باید له خپل دولته پوښتنه وکړي، چې ولې د افغانستان له پنځو نورو نږدې ګاونډیانو څخه یو هم په دغه شان جګړو کې ښکېل نه دی؟ دا ځکه چې دوی پرېکړه کړې، چې د لویو قدرتونو د غوښتنو لپاره باید و نه کارول شي او نه د هغوی د غوښتنو د ترسره کولو لپاره په "لومړۍ کرښه کې " راشي.»
هغه لیکلي، چې پښتنو په تېرو دوو کلونو کې په پراخو لاريونونو کې طالباني کېدل رد کړي؛ خو امنیتي ریاست ټيټيپي ته اجازه ورکړه، چې په پراخه کچه سیمې لاندې کړي.
د هغه په وینا، د دې سیاست منتقدین وژل شوي، ربړول شوي او نیول شوي هم دي.
هغه وایي، له دې ناوړه سیاسته لاس په سر کېدل د خلاصون یوازینۍ لار ده.
ورته مهال د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ هم ویلي، د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د تاوتريخوالي وروستی زياتوالى به يوازې د پښتنو غمونه نور هم زيات کړي.
هغه په اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان دولت د ترهګرۍ د له منځه وړلو اراده نه لري او په نوې نیابتي جګړه کې د نړۍوالو قدرتونو په وسیلې بدل شوی دی.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې هوايي بریدونه یوازې د پام اړولو لپاره یوه وسیله ده.