د پاکستان پوځ: په شمالي وزیرستان کې مو د مارچ ۱۶مې په برید کې ښکېل ۸ وسلهوال له منځه وړي
د پاکستان پوځ د رسنیو څانګه وایي، چې د دوشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوې پوستې د مارچ د ۱۶مې د برید د عامل په ګډون اته وسلهوال د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) لهخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسلهوالو د شتون د راپور او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دغه عملیات ترسره کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د امنیتي ځواکونو سره د سختې نښتې وروسته د دوی د قوماندان په ګډون اته وسلهوال او مهم هدف شېرا چې په جانان مشهور و، په ډزو ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جانان د مارچ د ۱۶مې نيټې د برید عامل و چې په کې د دوو افسرانو په ګډون اووه امنيتي سرتېري وژل شوي وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې هغه د قانون پلې کوونکو ادارو لپاره خورا مطلوب هدف و.
د خبرپاڼې له مخې، په سیمه کې لاهم د ترهګرو پر وړاندې چاڼیز عملیات روان دي.
دغه عمليات دوه ورځې وروسته له هغه شوي، چې شپږو وسلهوالو د شمالي وزيرستان د ميرعلي په خدۍ بازار سيمه کې پر یوې امنیتي پوستې بريد وکړ.
په هغه برید کې وسله والو د سهار په شپږو بجو لومړی یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دروازې مخې ته وچاوه او له هغه وروسته په ځوابي ډزو کې شپږ وسلهوال هم وژل شوي وو.
حافظ ګل بهادر پورې تړلې یوې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی و.