کندهار ولایت نن سهار یوې زورورې زلزلې ولړزاوه
نن سهار پنځه بجې د ریښتر په کچه ۵.۵ درجې یوې زلزلې کندهار ولایت ولړزاوه. د سیمهییزو خلکو په خبره، د دغې زلزلې ټکانونه په نیمروز، هلمند، زابل او فراه ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
لاتراوسه د دغې زلزلې له امله له پېښو شویو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
ورته مهال د کوټې، نوشکي او چاغي په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د چمن، قلعه عبدالله، پښین او دالبندین په ګډون د پاکستان_ایران سرحدي سیمو کې هم د زلزلې جټکې احساس شوې دي.
د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، د زلزلې لویوالی په پاکستان کې ۵.۴ درجې ښودل شوی.
د ډان ورځپاڼې په وینا، د زلزلې مرکز د کوټې شمال لوېدیځ ۱۵۰ کیلومترۍ کې و او ژوروالی یې تر ځمکې لاندې ۳۵ کیلومتره و.
او په پاکستان کې هم لاتر اوسه د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.