د کرمې یوشمېر سپین ږېري او مخور: له پرون ماښامه په سیمه کې اوربند ټینګ شوی دی
د کرمې مخور سپین ږېري وایي، چې د دوی د منځګړیتوب له امله تېره شپه د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو خواوو ته اوربند ټینګ و او هیله یې وښوده چې د دوی ننۍ جرګه به روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د کرمې د توري بنګښو مشر جلال بنګښ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن د دواړو خواوو سپین روبي سره جرګه کېږي او د دواړو خواوو له وسلهوالو یې غوښتنه دا ده، چې پېښې شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.
ښاغلی بنګښ وایي: د دوی د منځګړتوب له امله له تېر ماښامه تر دې مهاله په سیمه کې ارامي او امن دی؛ خو لا هم د سیمې خلک د تاوتریخوالي له ډېرښت او د درنو وسلو له کارولو په اندېښنه کې دي، همدا اوس کرښې ته د نږدې سیمو خلکو کورونه پرې اېښي او نورو سیمو ته کوچېدلي دي.
په سیمه کې ځایي خبریال علي افضل افضال افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لا هم په بړوکي او خرلڅۍ سیمو کې ښوونځي تړل شوي او خلک په وېره او ترهه کې دي او لا هم د خرلڅۍ دروازه د تګ راتګ لپاره تړلې پاتې ده.
تېره ورځ د خوست په سپېرې او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله چې د طالبانو په وینا د ښځو او ماشومانو په ګډون یې نهو تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړوله طالبانو هم د کرمې په ځینو سیمو د هاوان توغندي وتوغول، چې د ځايي خلکو په وینا له امله یې څلور تنه ټپیان شوي وو.
خو د کرمې مشران ډاډمن دي، چې د دوی د ننیو خبرو او جرګې په پایله کې به د تاوتریخوالي دغه نوې څپه هم پای ته ورسوي.