جان اڅکزی طالبانو ته: د اټک د نیولو په خوب کې به کابل له لاسه ورکړئ
جان اڅکزي پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي ویلي، د اټک د نیولو په خوب کې به کابل له لاسه ورکړئ. په داسې حال کې چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړه خواوو (طالبانو او پاکستان) ترمنځ اړیکې تر بل هر وخته ترینګلې شوې، ورسره د پاکستاني چارواکو څرګندونې هم تندې شوې دي.
تېره ورځ هم د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي په خپلو یو لړ څرګندونو کې د دغه هېواد د پوځ د مشر خبرې په تکرارولو سره ویلي و، چې د یوه پاکستاني ژوند له ټول افغانستانه دوی ته غوره دی.
دغه خبره تر ده مخکې څه موده وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم کړې وه، چې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې وه.
ښاغلي اڅکزي تېره ورځ هم پر اېکس پاڼه لیکلي و، چې پاکستان په بریالیتوب سره د ټيټيپي په برخه کې پر افغان طالبانو فشار راوړي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د ټيټيپي د اډو پر وړاندې کلک څار او بریدونه ښايي دوام ولري.
هغه زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک نفوذ د انکار وړ نه دی او د دوستانه اړیکو لپاره له طالبانو سره تعامل د ضعف ټکی نه دی او کېدای شي دا به اوس په سمه توګه روښانه شوی وي.
هغه د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه ویلي و، چې پاکستان د خپلو پوځیانو د وینې غچ اخیستی او پولې ته څېرمه یې د وسلهوالو خوندي پټنځایونه په نښه کړي دي.
نوموړي ویلي و، چې که په پاکستان کې ترهګریز برید وشي موږ به د افغانستان پر وړاندې کلک ځواب ورکړو.