د پاکستان دفاع وزیر: د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو برېدونو لپاره کارول کیږي

د افغانستان پر خاوره له برید یوازې څو ساعته وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لپاره کارول کیږي.

د پاکستان دفاع وزیر د یکشنبې په ورځ (د کب ۲۷مه) په یوه خبري کنفرانس کې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې ترهګریز برید غندلی دی او وایي، چې د ترهګرو په وړاندې باید ټول سره متحد شي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې په شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو په برید کې ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو پوځیانو کې دوه تنه یې جګپوړي افسران او ۵ نور یې سرتېري دي.
د غه برید د شنبې هغه مهال وشو، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د خدۍ پوځي ودانۍ په دروازه کې وچاودېد او وروسته د ترهګرو یوه ډله یاد مرکز ته ننوتل.
د پاکستان پوځ ویلي، چې ځانمرګي بریدګر شپږ کسان ول او د دوی له ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ټول وژل شوي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته بیا د پاکستان له خوا د پکتیکا او خوست ولایتونو په شاوخوا سیمو هوایي بریدونه وشول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغو بریدونو کې د دریو ماشومانو په ګډون اته ښځې وژل شوې دي.
ددغو بریدونو په غبرګون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اسلام اباد سفیر هم احضار کړی دی.
د یو بل خبر له مخې، په پاړه چنار کې هم د پاکستاني پوځ او افغان طالبانو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتې پر مهال د پاکستان د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په خبره، نښته اوس هم روانه ده.