د پاکستان اقتصادي ځوړ؛ نوي حکومت د مصارفو د کنټرول په موخه د چارواکو سفرونه محدود کړل
د پاکستان د نوي حکومت کابینې په تازه پرېکړې کې وزيرانو او حکومتي چارواکو لپاره د بهرني تګ راتګ پالېسي اعلان کړې، چې له مخې یې چارواکي نه شي کولی چې په پنځه ستوریزو هوټلونو کې پاتې شي او له ځانه سره اضافه مرستندویه کارکوونکي ولري.
په داسې حال کې چې د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او نوي حکومت له ای ایم ایف څخه د پورونو غوښتنه کړې، د نوي حکومت کابینې دغه پرېکړه نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) اعلان کړه.
په نوې پالېسۍ کې د ناڅرګنده حالاتو په صورت کې بهر ته د سفر کولو لپاره له ځانګړې کمېټۍ اجازه اخیستل لازمي ګرځول شوي.
له دغه بندیز څخه د معافیت لپاره باید وزیران او لوړپوړي چارواکي له لومړي وزیر څخه اجازه تر لاسه کړي.
د پاکستان د کابینې له خوا د دغې لایحې د تایید عوامل په پاکستان کې اقتصادي ستونزې او د مصارفو کنټرول په ګوته شوي دي.