د ټي ټي پي قوماندان عبدالله شاه : زه په سویلي وزیرستان کې یم او فعالیتونه مو روان دي

د ټي ټي پي د یوې ډلګۍ قوماندان عبدالله شاه د افغانستان په خاوره د پاکستان له هوایي بریدونو او د پاکستان د حکومت له ادعا وروسته د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دمګړی په سویلي وزیرستان کې دی او برید پرې نه دی شوی.

پاکستان تر هغه وروسته پر پکتیکا او خوست ولایتونو نن هوایي بریدونه وکړل، چې ادعا یې وکړه په دغو سیمو کې د عبدالله شاه په ګډون د ټي ټي پي یو شمېر غړي حضور لري.
عبدالله شاه په خپرې شوې ویډیو کې وایي، په افغانستان کې یې اوسېدل پروپاګند دی او اوسمهال په سویلي وزیرستان کې یې فعالیتونه روان دي.
نوموړی د دې لپاره چې ثابته شي ویډیو نوې ده، وویل: "نن د روژې اوومه او د مارچ اتلسمه نېټه ده او مونږ په سویلي وزیرستان کې یو."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د پاکستان د ننیو بریدونو موخه د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د یوه مهم قوماندان حافظ ګل بهادر ډلې غړي وو، چې په پاکستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي .
سره له دې چې طالبانو په ځلونو د ټي ټي پي حضور په افغانستان کې رد کړی دی" خو پاکستان ادعا کوي چې طالبانو دغې ډلې ته په افغانستان کې پناه ځایونه ورکړي دي.
د یادولو ده، چې د ټي ټي پي پر سر د کابل او اسلام اباد اړیکې له څه مودې راهیسي ترینګلې شوې دي.