د ترکیې د کورنیو چارو وزیر: د ناقانونه کډوالو او قاچاق وړونکو مخنیوی کوو

AP ۱۴۰۲ کب ۲۷

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ناقانونه کډوالو او قاچاق وړونکو ته به دا موقع ورنه کړي، چې د ترکیې له خاورې څخه د یوې غیر قانوني ترانزیتي لارې په توګه ناوړه ګټه پورته کړي.

علي یارلي کایا وویل؛ امنیتي ځواکونو په ازمیر ښار کې ۳۵ هوټلونه تلاشي کړي او ۴۰ غیر قانوني کډوال یې نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شمېرو له مخې، چې هغه اعلان کړې، له دغو کډوالو څخه ۳۹ یې د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي او یو تن اوس هم په توقیف کې دی.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې؛ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د انساني قاچاق او غیر قانوني کډوالۍ پر وړاندې مبارزه به دوام ولري.

ترکيې په تېرو دوو کلونو کې د ناقانونه پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ چټکه کړې ده.

دغه هېواد په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د موندلو لپاره ګرځنده ګزمې فعالې کړې دي.

د راپورونو له مخې؛ ترکیې د روان کال له پیل راهیسې تر څلور زره ډېر افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونو افغانان له ایران څخه د کډوالۍ له ستونزمنو لارو اروپا ته د رسېدو په هیله ترکیې ته تللي دي. په دې لاره کې ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو